Projekt Queer Refugees Deutschland

پروژه

هر څوک چې تیښتي د هغې لپاره ښه لاملونه لري. دا چاره په ځانګړي توګه د لیزبین (ښځینه همجنسګرا)، ګی (همجنس ګرا)، بای سیکسول (دوه ګونی جنسیت لرونکی)، ټرانس*، دوه جنسه* او مختل (LGBTI) خلکو لپاره رښتیا ده چا چې د خپل دولت، کورنۍ یا ټولنې لخوا خپلو اصلي هیوادونو کې ازار او تاوتریخوالی تجربه کړی دی. په ټوله نړۍ کې د 90 څخه ډیرو هیوادونو کې د LGBTI افرادو ژوند په خطر کې دی. آلمان ته د هغوی رارسیدو څخه وروسته، د ډیری LGBTI افرادو لپاره الوتنه له پای ته نه رسیږي. ډیری ځله د پناه غوښتونې ستړي کونکي او مشکل طرزالعملونو سره تړلې شته نا مصؤنیت د LGBTI افرادو په وړاندې د تبعیض او دښمنۍ تجربو سره مل وي. په ځانګړي توګه د کډوالو کمیپونو او ادغام کورسونو کې د LGBTI افرادو په برخه کې د تاوتریخوالي او تبعیض تجربې د دې پرځای چې استثنی وي مقررات ښکاري. د LGBTI کډوال افرادو په ملاتړ کې، د نوښتونو یوه بشپړه لړۍ د مختل صحنې او په ورته توګه په ټول آلمان کې د نورو ټولنیز لوبغاړو لخوا تنظیم شوې، چې د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې LGBTI کډوال افرادو ته رواني – ټولنیز مشوره، د لیدنې ځای او ملتیا برابروي. ډیر LGBTI کډوال افراد د دې نوښتونو برخه کیږي یا هغوی خپل لومړی د کډوالو خپل ځاني مرستې جوړښتونه جوړوي.

زموږ وړاندیزونه

د نوي LSVD پروژې Queer Refugees Germany موخه په ټول آلمان کې د شته جوړښتونو شبکه کول او په ورته توګه د LGBTI کډوال فعالانو شبکه کول او د هغوی په کار کې د هغوی ملاتړ کول دي. د دې موخې لپاره موجود ویب پاڼه www.queer-refugees.de له سره په لاره اچول شوې ده ترڅو تاسې وکولی شئ په بیلابیل ژبو کې د آنلاین نقشې له لارې ډیر شمیر معلومات او د اړیکې ټکي ومومئ.

آیا تاسې د کډوالو برخه کې یا د LGBTI مسایلو په برخه کې کار کوئ؟ موږ خوښ یو چې د LGBTI کډوال افرادو سره ستاسې د کار په تړاو ستاسې پروژې کې تاسې ته روزنه او مشوره درکړو.

آیا تاسې LGBTI کډوال فرد یاست او د اړیکې یا مشورې لټه کې یاست؟ موږ په خوښئ سره تاسې ستاسې سیمه کې ستاسې د اندیښنې لپاره مناسب اړیکې ته غیر بیوروکراتیک توګه راجع کولو ترتیب نیسو. که تاسې د محکمې څخه بهر قانوني مسلې کې د ملاتړ لټه کوئ موږ په خوښۍ سره تاسې ته مشوره درکوو. موږ LGBTI کډوال افراد د هغوی خپل ځاني سازمان او د هغوی خپلو شبکو جوړولو کې ملاتړ کوو. آیا تاسې لیوالتیا لرئ؟ موږ سره وغږیږئ!

موږ سره اړیکه کې شۍ:

 0049/163/2663711
 queer-refugees@lsvd.de

LSVD – Queer Refugees Deutschland
Hülchrather Straße 4
D-50670 Köln

په کولوین کې د LSVD فدرالي دفتر کې د پروژې لپاره د اړیکې افراد:

ليليث رضا\M.Sc.) Lilith Raza) – د LGBTI فعاله
0221/925961/17
ژبې: آلماني، انګلسي، هندي، پنجابي، اردو

پټریک ډور\M.A.) Patrick Dörr) – لارښود/اسلامي پوهاند او سیاسي ساینس پوهه
0221/925961/20
ژبې: آلماني، عربي، انګلسي، فرانسوي، هسپانوي

Patrick Dörr, Lilith Raza (عکس: Caro Kadatz)

Scroll Up