Projekt Queer Refugees Deutschland

څنګه کولی شو بیلابیل تجربو او نظرونو ته په پام سره له یو بل څخه زده کړه وکړو؟

په ماینتز ښار کې د LGBTI پناه اخیستونکو فعالانو د سراسري شبکې دوهمه ناسته

د دوهم ځل لپاره، د ټول آلمان څخه د LGBTI پناه اخیستونکو فعالانو یو بل سره ملاقات وکړ ترڅو د خپلې شبکې کار ته ادامه ورکړي. دا ځل دا ملاقات په ماینتز ښار کې د Rainbow Refugees انجمن په همکارۍ ترسره شو.

د ماینتز ښار د ځوانانو مرکز کې د مارچ په 3 نیټه د دې ناستې هدف په فدرالي آیالتونو کې د بیلابیل لیوالتیا او جنسیتي هویت لرونکي LGBTI پناه غوښتونکو د تجربو راټولول، او د دې موضوع سره د پناه اخیستونکو فعالانو د برخورد څرنګوالي په اړه بحث کول و. پدې تړاو تمرکز د پناه اخیستو پروسې په اوږدو کې مشکلاتو، د استوګنځیو امنیت او د LGBTI پناه اخیستونکو د توزیع او تخصیص اړوند مسایلو باندې و. ګډون کونکي د AnkER مرکزونو په اړه ډیری پوښتنې لري: دلته امنیت څنګه تضمینږي؟ هلته LGBTI څنګه کولی شي د LGBTI سازمانونو سره ارتباط او اړیکه ولري؟ څنګه کولی شي هلته په آلمان کې د خپلو حقونو او فرصتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي؟

Scroll Up