Projekt Queer Refugees Deutschland

څنګه کولی شو په آلمان کې د LGBTI د بشري حقونو اړوند خپل فعالیت ته ادامه ورکړو؟

په کلن کې د LGBTI پناه اخیستونکو د فعالانو په شتون سره د سراسري شبکې لومړۍ ناسته

د 2017 دسمبر په 16 او 17 نیټو کې د آلمان د همجنس ګرایانو انجمن (LSVD) په بلنه د ټول آلمان څخه د LGBTI پناه اخیستونکو فعالانو یو بل سره ملاقات وکړ، ترڅو په آلمان کې د LGBTI د انساني حقونو ترلاسه کولو لپاره د مبارزې د دوام څرنګوالي په اړه ګډه مشوره وکړي.

د LSVD عامل مدیر کلاوس یتز (Klaus Jetz) په کلن کې د LSVD فدرال دفتر کې پدې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډون کونکو ته ښه راغلاست ووی، او د انجمن او د نړیوال بنسټ Hirschfeld-Eddy کار یې معرفي کړ. ډیری فعالان لدې مخکې په خپلو هیوادونو کې فعال و او د LGBTI د سرکوب پروړاندې یې مبارزه کړې ده. نورو خپل فعالیت په آلمان کې پیل کړی دی ترڅو په استوګنځیو کې او د پناه اخیستنې پروسې په جریان کې د LGBTI پناه غوښتونکو وضعیت ښه کړي او په رسمیت وپیژندل شي. په ټوله کې 13 ګډون کونکو د اوه لومړني هیوادونو او د شپږ فدرالي آیالتونو څخه سفر کړی دی، ترڅو په آلمان کې د دې نوې او په فرد پورې منحصر شبکې فعالیت پیل کړي، او LGBTI پناه اخیستونکو ته د سیاسي وجود د څرګندولو فضا وړاندې کړي.

Scroll Up